اسلام آباد 05 جولائي (اے پي پي) په پاکستان كښ?? د ایران سفیرمهدی هنردوست وئيلي دي چي پاكستان او ايران نزدې وروڼه او دوست هېوادونه دي٬ دواړه په تاريخي ٬ كلتوري او مذهبي رشتو كښ?? تړلي دي او د دواړو هېوادونو ترمېنځه اړيكې به په راتلونكي وخت كښ?? لا وده وكړي٬ د نړۍ او د منطقې د حالاتو په تناظر كښ?? د پاكستان او ايران ترمېنځه د ميډيا پشمول په ټ??لو څانګو كښ?? مرسته د وخت ضرورت دے۔ د دې خيالاتو څرګندونه ايراني سفير د زيارت په ورځ د قامي خبر رسنې ادارې ا??سو??ي اېټډ پرېس آف پاكستان (اے پي پي) د مركزي دفتر دورې په مهال مېنجنګ ډائرېكټر مسعود ملك سره په ملاقات كښ?? كړې۔ د اے پي پي اېم ډي مسعود ملك مركزي دفتر ته په راتګ د سفير هركلے وكړو۔ په دې موقع سفير ته د اے پي پي په طريقه كار او د سبسكرائبرز ته د خبرونو د ورك??لو پحقله بريفنګ وركړو۔ د ايران سفير ووئيل پاكستان او ايران نزدې وروڼه او دوست هېوادونه دي٬ دوي په تاريخي ٬ كلتوري او مذهبي رشتو كښ?? تړلي دي او د دواړو هېوادونو ترمېنځه به په راتلونكي وخت كښ?? اړيكې لا وده وكړي٬ د دواړو هېوادونو ترمېنځه اړيكو او روابطو كښ?? اضافه شوې ده٬ په ايران د نړيوالو بنديزونو باوجود په تېرو درې كالو كښ?? دواړو هېوادونو ترمېنځه د تجارت حجم د 600 مېليونه ډالرو نه 1.3 اربه ډالرو ته رسېدلے دے او راتلونكو كښ?? به دا لا وده وكړي ځكه چې د دواړو هېوادونو ترمېنځه په بېلا بېلو څانګو كښ?? د مرستې پراخه امكانات موجود دي۔ ده ووئيل د ایران دروازې تل پاكستانيانو او پاكستانۍ ميډيا لپاره پرانستې دي٬ بايد د پاكستان ميډيا د ايران دوره وكړي دغسې چې د ايران پحقله د منفي ډنډورو ازاله وكړې شي۔ ده ووئيل مونږ د يو بل په زړونو كښ?? اوسېږو او د ايران سپريم لارښود چې كله هم د پاكستان ذكر كوي نو خوږ پاكستان وائي او ھغوي دا خبره د زړه نه كوي۔ ده د دواړو هېوادونو د قامي خبر رسنو ادارو اے پي پي او ارنا ترمېنځه د تفاهم دستاوېزاتو ته زر تر زره په حتمي شكل ورك??لو زور رواړو۔ د ایران سفیر ووئيل د منفي تاثر برعكس په چاه بهار بندر ځائ هند يوازې په پټروكيميكل څانګه كښ?? د 35 مېليونه ډالرو سرمايه كاري كړې ده ٬ د چاه بهار بندرځائ د پاكستان پشمول د منطقې ټ??لو هېوادنو لپاره پرانستې دے۔ ده ووئيل پاکستان او ایران په يوه بيړۍ كښ?? ناست دي او په راتلونكي كښ?? به د دواړو هېوادونو ترمېنځه اړيكي او ملګرتيا لا زياته شي۔ په دې موقع د اے پي پي مېنجنګ ډائرېكټر مسعود ملك ووئيل پاكستان او ايران په عظيم تاريخي ٬ كلتوري او مذهبي رشتو كښ?? تړلي دي۔ ده ووئيل د ايران او پاكستان قامي خبر رسنو ادارو ترمېنځه د خبرونو ٬ معلوماتو رسنې لپاره طريقه كار وضعه كولې شي۔ ده ووئيل د سيمه ايزو او نړيوالو حالاتو په نتاظر كښ?? د نيوز اېجنسو كردار مسلمه دے۔ د نیوز اېجنسو د دې كردار په تناظر كښ?? اے پي پي په دې ورستيو كښ?? نړيوال كنفرنس كړې چې پكښې د 19 هېوادونو د نيوز ايجنسو مشرانو او استازو ګډون كړې۔ په دې كنفرنس كښ?? د خبر رسنو ادارو ترمېنځه د خبرونو او د معلوماتو شيئرنګ لپاره په تګلار وضعه ك??لو هم سلا شوې٬ او د شريك وېب پورټل جوړ??لو سره سره د اے پي پي ګلوبل په نامه وېب پورټل هم جوړولې شي چې پكښې ارنا هم شامله ده۔۔ ده د ايران سفير ته ووئيل چې اے پي پي د انګليسۍ او اردو ژبې نه علاوه په ځائي ژبو كښ?? هم د خبرونو د ترسيل ذمه واري په ښه ډول ترسره كوي۔ ده ووئيل اوسمهال د اے پي پي د زرو نه زيات سبسكرائيبرز دي او وېب ټي وي هم پېل كړے شوے دے او ټي وي چېنل جوړ??لو لپاره هڅې روانې دي۔ مسعود ملك ووئيل اے پي پي ارنا سره مرستې له چمتو ده۔ د دې نه وړاندې د اے پي پي مركزي دفتر ته په راتګ مېنجنګ ډائرېكټر مسعود ملك او نورو چارواكو د ايراني سفير تود هركلے وكړو او دوي ته ئې د ګلونو ډالۍ وړاندې كړه۔
د چاه بهار بندرځائ د پاكستان پشمول د منطقې ټولو هېوادنو لپاره پرانستې دے
مضمون کا ماخذ : میگا جیک پاٹس: کلیوپیٹرا