پېښور 25 نومبر (اے پي پي) صدر ډاکټر عارف علوي وئيلي دي تکنيکي، آئي ټي او د ورچوئل آن لائن تعليم وده د تل پاتي اقتصادي نمو او پرمختګ سره سره په ځائي منډيانو او بهر هېوادونو كښې د روزګار زياتو موقعو څخه بشپړه ګټه پورته كولو لپاره ضروري ده۔ د زيارت په ورځ انسټي ټيوټ آف مېنجمنټ سائنسز (IMS) حيات آباد كښې د پاکستان انسټي ټيوټ آف ډويلپمنټ اکنامکس 35م كلن جنرل غونډه او كنفرنس كښې د خاص مېلمه په حېث خپلې وېنا كښې ده په موجوده منظر نامه كښې په نړيوالو٫ سيمه ايزو او ځائي منډيانو كښې د آئي ټي، سائنس او ټيکنالوجۍ او د عصري ورچوئل آن لائن تعليم په څانګه كښې په بيړه د ترقۍ په حاجت زور رواړو ۔ ده ووئيل مونږ له د بشري وسائلو پرمختګ پلو پام ګرځول دي او ځپل ځوانان د مطلوبه مهارتونو څخه منسلك كول دي دغسې چې دوي په هېواد او په نړيوالو منډيانوو كښې په بشپړه توګه لټون وكړے شي۔ ده ووئيل نړيوالې كمپنۍ پاكستان كښې د آئي ټي پشمول په بېلا بېلو څانګو كښې د سرمايه كارۍ خواهش لري او مونږ هنر مند انساني وسائلو ته اړتيا لرو كوم چې د سرمايه كارو مطالبات ترسره كړے شي۔ صدر ووئيل په هېواد كښې په تعليمي نظام كښې د يو مثالي بدلون نه علاوه اختراعي نقطه نظر او وژن ته پراختيا وركولو سره ټول معاشي هدفونه د ترلاسه كولو صلاحيت موجود دے۔ صدر ووئيل په هر صورت كښې مالياتي ګټې ته پام لرنه پكار نه ده بلكې د بې وسه اولس مرستې لپاره د ژوند په هر اړخ هم غور پكار دے ۔ ده ووئيل سماجي اقتصادي عدم توازن او د دولت غېر سپېځلے وېش په پرمختګ كوٶنكو هېوادونو كښې د غربت لوي سبب دے ٬ كوم چې په ټولنه كښې مساوات، انصاف او مېرټ ته وده وركولو سره حل كېدے شي۔ صدر ډاكټر عارف علوي ووئيل مونږ له په نړيوالو او سيمه ايزو ماركيټونو كښې د رجحاناتو په ګوته كولو او د دې له مخې زياتې سرمائې لپاره سرمايه كارۍ ته اړتيا ده۔ ده د خېبر پښتونخوا پشمول د هېواد په سوداګرو او كاروباريانو زور رواړو چې ھغودي په ګرده نړۍ كښې نوې منډيانې لټولو لپاره د آئي ټي پلېټ فارم وكاروي۔ ده ووئيل سائبر سيکيورټي د يو نوي چېلنج په توګه رامخې ته شوے د كوم چې ځوانان د جديد آئي ټي تعليم وركولو د لارې مخنيوي كولے شي۔ صدر ووئيل انفارمېشن ټېکنالوجۍ نړيوال حرکيات بدل كړي مونږ لپاره د ټولو نه مناسب انتخاب يو داسې نسل رامخې ته كول دي كوم چې د مصنوعي ذهانت او د سائبر سكيورټي علم ولري۔ صدر عارف علوي ووئيل په افغانستان كښې امن پاکستان لپاره ډېر ضروري دے، هلته امن سره به د دواړو هېوادونو سرمايه كارو او سوداګرو ته ډېر ګټه ورسي
تکنيکي، آئي ټي او د ورچوئل آن لائن تعليم وده د تل پاتي اقتصادي نمو او پرمختګ سره سره په ځائي منډيانو او بهر هېوادونو كښې د روزګار زياتو موقعو څخه ګټه پورته كولو لپاره ضروري ده۔ ډاکټر عارف علوي
مضمون کا ماخذ : لاٹری کے انعامات